د طالبانو له موقته حکومت څخه نالایق کسان ایستل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106764-د_طالبانو_له_موقته_حکومت_څخه_نالایق_کسان_ایستل_کیږي
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د کابینې په پرونۍ غونډې کښې پریکړه وشوه چې نااهل کسان د اسلامي امارت له حکومت څخه وویستل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2021 01:46 Asia/Kabul
  • د طالبانو له موقته حکومت څخه نالایق کسان ایستل کیږي

اوا خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د کابینې په پرونۍ غونډې کښې پریکړه وشوه چې نااهل کسان د اسلامي امارت له حکومت څخه وویستل شي .

د طالبانو ویاند د نظر وړ کسانو د ایستلو په هکله نور جزیات ورنکړل .

د طالبانو له موقته حکومت څخه د نااهله کسانو د ایستلو موضوع په داسې حال کښې مطرح کیږي چې له دې مخکې د نړۍ د هندوانو د تشکل مشر «پونیت سینګ چاندوګ »په ټوټیر پاڼه کښې لیکلي وو ناپيژانده وسله وال د کابل په «کارته پروان» سیمه کښې د افغانستان د سیکانو یوه (۱)معبد یعني درمسال ته ورننوتلي وو او هلته یې یوشمیر وسائیل او سامانونه تباه کړي دي .

دغو ناپیژاندو وسله والو کسانو د سیکانو په معبد باندې د حملې په وخت ځانونه د طالبانو ډلې غړي معرفي کړي وو خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو هغه کسان چې په کابل کښې یې هندوان ځورولي او اذیت کړي وو د کابل د پولیسو لخوا نیول شوي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي .