د افغانستان طالبانو په قندهار کښې د داعش ډلې غړی نیولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107040-د_افغانستان_طالبانو_په_قندهار_کښې_د_داعش_ډلې_غړی_نیولی
یورو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو ډلې ځواکونو په جنوب کښې په قندهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یو (۱) مهم غړی ونیوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2021 10:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو په قندهار کښې د داعش ډلې غړی نیولی

یورو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو ډلې ځواکونو په جنوب کښې په قندهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یو (۱) مهم غړی ونیوه .

په تیرو اتو (۸) ورځو کښې د افغانستان په قندهار او قندوز ولایتونو کښې د شیعه مسلمانانو په دوو (۲) جوماتونو کښې د لمانځه په وخت دوه(۲) ځله د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلې لخوا بم چاودنې  او ځان وژونکي حملې شوي دي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .

داعش وهابي ډله سعودي عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، صهیونیسټ رژيم ، متحده عربي اماراتو، اردن او نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړه کړي ده او دغه ډلې هم په ښه ډول په سوریې ، افغانستان ، عراق ، لبنان او یمن کښې د استعماري هیوادونو د ګټو  ساتنه کړي ده .