د افغانستان طالبانو په قندهار کښې د داعش ډلې غړی نیولی
Oct 18, 2021 10:08 Asia/Kabul
یورو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو ډلې ځواکونو په جنوب کښې په قندهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یو (۱) مهم غړی ونیوه .
په تیرو اتو (۸) ورځو کښې د افغانستان په قندهار او قندوز ولایتونو کښې د شیعه مسلمانانو په دوو (۲) جوماتونو کښې د لمانځه په وخت دوه(۲) ځله د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلې لخوا بم چاودنې او ځان وژونکي حملې شوي دي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .
داعش وهابي ډله سعودي عربستان ، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، صهیونیسټ رژيم ، متحده عربي اماراتو، اردن او نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړه کړي ده او دغه ډلې هم په ښه ډول په سوریې ، افغانستان ، عراق ، لبنان او یمن کښې د استعماري هیوادونو د ګټو ساتنه کړي ده .
ټیګونه