دطالبانومشردامریکادهوایی حملې له ویرې نه ښکاره کیږي
هغه وویل لس ورځې مخکې مو له ملا هیبت ا... سره لیدلی دی .
د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده د مړینې په اړه د امریکا د یو شمیررسندویو په ادعا پسې د دغې ډلې یوه لوړ رتبه غړی انس حقانی وویل چی هغه د افغانستان دننه دې خو دامریکادهوایی حملې له ویرې نه ښکاره کیږي .
د صدای افغان خبري اژانس له راپور سره سم انس حقانی چی د ماسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ دې ، د روسیې هل اسپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې د طالبانو د مشر د ژوند والی په اړه ډاډ ورکړ .هغه وویل لس ورځې مخکې مو له ملا هیبت ا... سره لیدلی دی .
له بلي خوا ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل د افغانستان له خاورې به د نورو هیوادونو پرضد استفاده ونشي .
هغه پد ماسکو په کانفرنس کښې وویل طالبان خپلو ژمنو ته پاې بند دي او اجازه به ورنکړي چې د افغانستان حالت د نورو هیوادونو امنیت ته ګواښ وکړي .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف هم د ماسکو په غونډې کښې په طالبانو غږ وکړ هڅه وکړي افغانستان د نورو هیوادونو د ګواښلو لپاره د یوې اډې په توګه استعمال نشي .
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف وړمه ورځ هم ویلي وو د ماسکو په غونډې کښې ګډون وال ټاکل شوي ده چې په افغانستان کښې د سیاسي او د پوځي حالاتو، د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا او په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په هکله بحث او غور وکړي .
د ماسکو په غونډې کښې د طالبانو د پلاوي مشرۍ عبدالسلام حنفي کوي کوم چې د دغه ډلې مهمه څیره ګڼل کیږي .