افغانستان کښې خلکو ته د کورونا واکسین وهل پیل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107196-افغانستان_کښې_خلکو_ته_د_کورونا_واکسین_وهل_پیل_شوي
زمونږ خبریال وايي ملګروملتونو له طالبانو څخه له اجازې ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کښې خلکو ته د کورونا واکسینونونو د وهلو لپاره هڅه پیل کړي ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 22, 2021 12:57 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې خلکو ته د کورونا واکسین وهل پیل شوي

زمونږ خبریال وايي ملګروملتونو له طالبانو څخه له اجازې ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کښې خلکو ته د کورونا واکسینونونو د وهلو لپاره هڅه پیل کړي ده .

د ملګروملتونو د ماشومانو د صندوق یونیسف ویاند «سابرینا سیدو» له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د  طالبانو په اجازې سره د افغانستان په جنوب کښې  په څوارلسو (۱۴)ولایتونو کښې خلکو ته د کورونا واکسین وهل پیل شوي دي .

ملګروملتونو او طالبانو له دې مخکې په تیرو څو اونیو کښې د افغانستان ښاریزو ته د کورونا واکسینونونو د وهلو په هکله خبرې کړي وې .

د ختیځې مدیترانۍ په برخه کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او (WHO)مدیر ریچارډ برینان ویلي دي د افغانستان یوازې څلور(۴) اعشاریه درې(۳) فیصده خلکو ته د کورونا واکسینونه وهل شوي دي .