د غزني ولایت معلمانو ته معاش ورکړل شوی
اوا خبري اژانس وايي له دریو (۳) میاشتو وروسته د افغانستان د غزني ولایت د معلمانو یوازې د یوې (۱) میاشتې معاش ورکړل شوی .
د افغانستان د غزنې ولایت معلمانو ته د یوې (۱) میاشتې د معاش له ورکولو کیدا سره سره د پخواني حکومت ډیرې کارکونکي په هیواد کښې د حکومت له بدلیدا وروسته د خپلو کارونو له لاسه د ورکولو په هکله اندیښمن دي خو د طالبانو چارواکي ژمنې کوي چې دغه کسان به خپل کار ته دوام ورکړي او د مخکې په شان به د دوې معاشونه ورکړل شي .
د غزنې ولایت یوه (۱) معلم محمد انور «اوا» خبري اژانس ته وویل له دریو (۳) میاشتو انتظار وروسته پرون مونږ ته د یوې (۱) میاشتې معاش راکړل شوی او هیله من یم چې د نورو میاشتو حقوق هم زر راته راکړي .
په عین حال کښې په غزني ولایت کښې د طالبانو د حکومت د والي مرستیال ملا عبدالجبار عمري وویل کارکونکي او معلمان دې اندیښنه ونلري او د دوې معاشونه به ورکړل شي .
د ویلو ده چې تراوسه په غزني ولایت کښې بانکي او مالي سیسټم په منظم او کامل ډول نه دی فعال شوی .