افغانستان سکاټ لینډ ته ستره ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107350-افغانستان_سکاټ_لینډ_ته_ستره_ماتې_ورکړه
د افغانستان ټیم نن د شل اووریز نړیوال کپ د سیالیو په دوران کښې د سکاټ لینډ لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه
(last modified 2023-10-01T04:20:45+00:00 )
Oct 25, 2021 18:06 Asia/Kabul
  • افغانستان سکاټ لینډ ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان ټیم نن د شل اووریز نړیوال کپ د سیالیو په دوران کښې د سکاټ لینډ لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

د افغانستان ټیم نن د شل اووریز نړیوال کپ د سیالیو په دوران کښې د سکاټ لینډ لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

د افغانستان د ملي لوبډلې توپ وهونکو (بیټسمینانو) د سیالۍ پیل په ډیرې چټکۍ سره وکړ او په ټاکلو شلو اوورونو کښې یې یوازې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۰منډې (رنز) وکړل.

نجیب الله زدران ۵۹، رحمان الله ۴۶ او حضرت الله ځاځي ۴۴ منډې جوړې کړې.

د سکاټ لینډ ټیم د افغانستان د تکړه بالرانو په وړاندې بیخي ټینګ نه شو او یوازې په ۱۰.۲ اورونو کښې ټوله لوبډله په ۶۰ منډو وسوځیدله.

داشان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا سیالي په ۱۳۰ منډو وګټله.