افغانستان له ایرانه تیل اخیستو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107356-افغانستان_له_ایرانه_تیل_اخیستو_ته_تیار_دی
د افغانستان حکومت نن سبا د تیلو د کمي په شمول د روانو ستونزو د هوارولو هلې ځلې کوي او هیله لري چې ایران یې مرسته وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 26, 2021 01:47 Asia/Kabul
  • افغانستان له ایرانه تیل اخیستو ته تیار دی

د افغانستان حکومت نن سبا د تیلو د کمي په شمول د روانو ستونزو د هوارولو هلې ځلې کوي او هیله لري چې ایران یې مرسته وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر توکل احمدیار د ایران له اسلامي جمهوریت څخه تیل اخیستو ته د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ

توکل احمدیار وویل: په افغانستان کښې د تیلو واردونکي د اسلامي ایران د حکومت له خوا ضروري اسانتیاؤ ته سخته اړتیا لري.

هغه وویل چې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو او تجارت پراختیا د افغانستان او ایران دواړو لپاره ضروري ده.

د ویلو ده چې د افغانستان حکومت نن سبا د تیلو د کمي په شمول د روانو ستونزو د هوارولو هلې ځلې کوي او هیله لري چې ایران یې مرسته وکړي.