له ایران څخه د تیلو د پلور لپاره د افغانستان چمتووالی
Oct 26, 2021 08:19 Asia/Kabul
د افغانستان د سوداګریو او د پانګه اچونې د خونې مسئول د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د تیلو د پلور لپاره د دغه هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.
د افغانستان د سوداګریو او د پانګه اچونې د خونې مسئول توکل احمدیار وویل: په افغانستان کې د تیلو د وارداتو لپاره موږ د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري تسهیلات او همکاریو ته ضرورت لرو.
توکل وویل: د ایران او د افغانستان تر مینځ د اقتصادي اړیکو او سوداګریو د ودې لپاره دوې اړخیزې اړیکې ضروري دي.
د افغانستان دولت د تېلو د کمښت سره د مقابلې هڅه کوي او هیله لري چي د ایران اسلامي جمهوریت په دې زمینه کې مرسته ورسره وکړي.
ټیګونه