د طالبانو خارجه وزیر د هیوادونو له استازیو سره خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست د نړۍ د څوارلسو (۱۴) هیوادونو له سفیرانو او استازیو سره په کتنې کښې د طالبانو پرضد د لګیدلیو بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه .
د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي بیګا د نړۍ د څوارلسو (۱۴) هیوادونو له سفیرانو او استازیو سره چې اکثره یې اروپایان وو په قطر کښې کتنه وکړه او په امریکا کښې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو او د طالبانو پرضد د لګول شویو بایکاټونو د لغو کولو په شمول د بیلابیلو موضوګانو په هکله مشوره وکړه .
د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم وویل نړیواله ټولنه باید له امریکا وغواړي چې د افغانستان د ډالرو زیرمې ازادې کړي .
هغه وویل طالبان د ځان په رسمیت د پيژندلو لپاره شرایط عملي کړي دي .
له بلې خوا د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب وویل د طالبانو حکومت له زیاتو چیلنجونو او مشکلاتو سره مخامخ دی .
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو د رسیدا له څه د پاسه دوه (۲) میاشتې تیریدا وروسته تراوسه هیڅ هیواد د طالبانو موقته حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او په امریکا کښې د افغانستان پیسې اوس هم کنګل دي .
نړیوالې ټولنې د پراخ بنسټه حکومت جوړول، د بشري حقوقو رعایتول او د نجونو او د میرمنو د زده کړې او د کار د اجازې ورکول د طالبانو په رسمیت د پيژندلو وارمخکې شرط اعلان کړی دی .