امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي
زمونږ خبریال وايي د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني ټینګار وکړ امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو کوشش کوي .
د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني د دغه ټولنې په دفتر کښې د افغانستان له علماو ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس او ایت الله شیخ زاده سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د سترو قدرتونو لاسوهنو ته اشاره وکړه او ویې ویل که چیرې افغانستان ظرفیت ، استعداد او شتمنۍ نلرلې نو دغو سترو هیوادونو به لاسوهنه نه کوله .
رمضاني وویل امریکا افغانستان نه پریږدي او په بیلابیلو ډولونو سره به د دغه هیواد د بې ثباته کولو هڅه وکړي .
هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان شرایط پیچلي دي د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل په دغه هیواد کښې باید ټول شموله حکومت جوړ شي ګڼي د کورنیو نښتو کتونکي به وو .
د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس هم په دغه کتنې کښې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په هکله وویل له افغانستانه د امریکا لاسونه لنډ شول خو له ډګره نه ده وتلي .