امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107496-امریکا_د_افغانستان_د_بې_ثباته_کولو_هڅه_کوي
زمونږ خبریال وايي د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني ټینګار وکړ امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو کوشش کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2021 10:28 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي

زمونږ خبریال وايي د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني ټینګار وکړ امریکا د افغانستان د بې ثباته کولو کوشش کوي .

د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله رضا رمضاني د دغه ټولنې په دفتر کښې د افغانستان له علماو ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس او ایت الله شیخ زاده سره په کتنې کښې په افغانستان کښې د سترو قدرتونو لاسوهنو ته اشاره وکړه او ویې ویل که چیرې افغانستان ظرفیت ، استعداد او شتمنۍ نلرلې نو دغو سترو هیوادونو به لاسوهنه نه کوله .

رمضاني وویل امریکا افغانستان نه پریږدي او په بیلابیلو ډولونو سره  به د دغه هیواد د بې ثباته کولو هڅه وکړي .

هغه په دې خبرې سره چې  د افغانستان شرایط پیچلي دي د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل په دغه هیواد کښې باید ټول شموله حکومت جوړ شي ګڼي د کورنیو نښتو کتونکي به وو .

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس هم په دغه کتنې کښې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په هکله وویل له افغانستانه د امریکا لاسونه لنډ شول خو له ډګره نه ده وتلي .