طالبانو د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې قدرونه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو په تهران کښې د افغانستان د باندنیو چارو د وزیرانو غونډه ګټوره وبلله .
د طالبانو د ویاند مرستیال حمد الله وثیق وویل مونږ د تهران د غونډې ملاتړ کوو او هماغه ډول چې هیله یې کیدله دغه غونډه مثبته او د افغانستان په ګټه وه .
هغه په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړولو په هکله په تهران کښې د ګاونډیو هیوادونو د وزیرانو غوښتنې ته په غبرګون کښې وویل اوسنۍ کابینه پراخ بنسټه ده او په دغه کابینې کښې د بدلون احتمال هم شته .
د تهران په غونډې کښې شپږ (۶) ګډون کونکو هیوادونو د خبرو اترو له لارې د افغانستان د ډلو ترمینځ د اختلافاتو د حل کولو غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې د نړیوالو ټولنو په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي او اجازه ورنکړي ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان له خاورې ګواښ وشي .
د افغانستان ګاونډیو هیوادونو دغه راز له نړیوالو موسسو او نړیوالې ټولنې وغوښتل له افغانستان سره په مرسته کولو سره د دغه هیواد د اقتصادي حالاتو د خرابیدا او ګاونډیو هیوادونو ته د افغانانو د مهاجرت د زیاتیدا مخه ونیسي .