د افغانستان طالبانو د امریکا په ژمنې ماتولو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107538-د_افغانستان_طالبانو_د_امریکا_په_ژمنې_ماتولو_نیوکه_وکړه
ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت سرپرست وویل امریکا افغانستان ته د کورونا واکسینونو د استولو په هکله خپلې ژمنې عمل نه دی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د امریکا په ژمنې ماتولو نیوکه وکړه

ایسنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت سرپرست وویل امریکا افغانستان ته د کورونا واکسینونو د استولو په هکله خپلې ژمنې عمل نه دی کړی .

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل امریکا د کورونا هغه واکسینونه چې په قطر کښې د طالبانو او د امریکا ترمینځ د اکتوبر د نهمې (۹)نیټې په خبرو کښې یې ژمنه کړي وه افغانستان ته نه دي ورکړي مونږ له روسیې او له بل هر هیواد څخه چې په دې زمینه کښې له مونږ سره مرسته وکړي د کورونا د واکسینونونو له  ترلاسه کولو سره دلچسپۍ لرو .

د متخصصانو د کمښت او د ضروري درملنې د ځایونو د نشتون په وجه په افغانستان کښې د درملنې د خدماتو حالت ډیر خراب دی .

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمیرنو پراساس په افغانستان کښې چې اته دیرش(۳۸) اعشاریه نهه(۹) میلیونه نفوس لري یولک شپږپنځوس زره (۱۵۶۰۰۰) کسان په کورونا ویروس ککړ  شوي او  اوه زره دوه سوه دوه شپیته (۷۲۶۲)کسان تر مړه  شوي هم دي .