د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته ورغلی
ټاپي پروژه د افغانستان له لارې، د سيمې يو شمېر هېوادونو ته د ترکمنستان ګاز لیږدوي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردف نن د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورغلی.
د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد پر ټویټر يوه ويډيو خپره کړې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او یوشمیر نور چارواکي د پکې د ترکمنستان د پلاوي هرکلی کوي.
طالبانو تیره اونۍ ویلي و چې د ترکمنستان پلاوی د افغانستان له لارې د تاپي پروژې د ګازو د پایپ لاین د تیریدو لپاره کابل ته راځي.
ټاپي پروژه د افغانستان له لارې، د سيمې يو شمېر هېوادونو ته د ترکمنستان ګاز لیږدوي.
د دې پروژې چارې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې پيل شوې وې، خو د طالبانو د وسله وال مزاحمت له کبله يې چارې مخته نه تلې.
اوس طالبانو ترکمنستان ته له یادې پروژې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.