ماسکو په رسمیت د طالبانو پیژندلو ته هیڅ بیړه نه لري
په ملګرو ملتو کښې د روسیې استازي وویل چې ماسکو په رسمیت د طالبانو پیژندلو او ملګرو ملتو ته د افغانستان د لنډمهاله حکومت معرفي کیدو ته هیڅ بیړه نه لري
په ملګرو ملتو کښې د روسیې استازي وویل چې ماسکو په رسمیت د طالبانو پیژندلو او ملګرو ملتو ته د افغانستان د لنډمهاله حکومت معرفي کیدو ته هیڅ بیړه نه لري
واسیلي نبنزیا خبریالانو ته وویل: د طالب مشرانو خلاف یواړخیز بندیزونه ختمیږي خو ترڅو چې نړیواله ټولنه دا ډاډ ترلاسه نه کړي چې د طالبانو لنډمهاله حکومت پر خپلو ژمنو عمل کوي، ترهغې به روسیه د افغانستان موقته حکومت په رسمیت و نه پیژني.
په ملګرو ملتو کښې د روسیې استازي د ښځو او ماشومانو د حقوقو د خیال ساتنې، له ترهګرو ډلو سره د مقابلې او د نشه ایزو توکو له قاچاق سره د مبارزې په شمول قدرت ته د رسیدو پرمهال د طالبانو کړو ژمنو ته په اشارې سره وویل: د نن ورځې اصلي مسئله افغانستان ته د ثبات ستنول او د دغه هیواد د اقتصادي ماتیدو مخنیوی او د هغه د مالي سرچینو آزادول دي.