په تاجېکستان کښې د طالبانود مخالفانو د دفتر پرانېسته
Oct 31, 2021 17:29 Asia/Kabul
د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان په پنجشير ولايت کښې د طالب ډلې د مخالفانو دفتر د تاجېسکتان په پائتخت دوشنبه پرانېستل شو.
د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې په دوشنبه کښې د افغان سفارت چارواکو نن دا خبره تائيد کړه، چې د افغانستان د ارواښاد ملي اتل احمد شاه مسعود زوے احمد مسعود په مشرۍ په پنجشير کښې د طالب ډلې د مخالفينو دفتر به ډېر زر خپل فعاليت شروع کړي.
په افغانستان باندې د طالبانو له تسلط پېدا کولو نه وروسته په پنجشير کښې د احمد مسعود پلوي ځواکونه له طالبانو سره وجنګېدل خو په پنجشير کښې د جنګ د ليکو په ماتې سره د دغه محاذ يو شمېر مشران تاجېکستان ته لاړل.
دا په داسې حال کښې دي چې د تاجېکستان د خارجه وزارت د مطبوعاتو برخې د داسې يو دفتر د پرانېستې په اړه د بې خبرۍ څرګندونه کړې ده.
ټیګونه