طالبانو له داعش سره د پخوانيوعسکرو یوځاې کیدل رد کړل
مهر خبري اژانس وايي د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د پخوانيو پوځیانو یوځاې کیدل رد کړل .
طالبانو نن ټینګار وکړ چې داعش ترهګره ډله د خلکو د جذبولو ظرفیت نلري .
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په همدې اړه له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د یوځاې کیدا په هکله د امریکا د رسنیو راپور تبلیغات وبلل او ویې ویل داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې هیڅ ځای نلري او که چیرې کوم حرکت وکړي نو د طالبانو لخوا به وځپل شي .
مخکې د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړی و د افغانستان ځینو روزل شویو پوځیانو چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي له داعش ډلې سره د یوځاې کیدا لپاره نومونه لیکلي دي .
نوموړی راپور د افغانستان د ملي امنیت ادارې یعني د استخباراتو ځینو پخوانیو غړیو او د امریکا لخوا روزل شویو او تجربه لرونکو پوځي یونټونو ته اشاره کوي چې همدا اوس د امریکا د ملاتړو لخوا خوشي شوي دي او طالبان یې په لټون پسې دي.