طالبانو له داعش سره د پخوانيوعسکرو یوځاې کیدل رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107714-طالبانو_له_داعش_سره_د_پخوانيوعسکرو_یوځاې_کیدل_رد_کړل
مهر خبري اژانس وايي د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د پخوانيو پوځیانو یوځاې کیدل رد کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 09:46 Asia/Kabul
  • طالبانو له داعش سره د پخوانيوعسکرو یوځاې کیدل رد کړل

مهر خبري اژانس وايي د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د پخوانيو پوځیانو یوځاې کیدل رد کړل .

طالبانو نن ټینګار وکړ چې داعش ترهګره ډله د خلکو د جذبولو ظرفیت نلري .

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په همدې اړه له داعش ترهګرې ډلې سره د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د یوځاې کیدا په هکله د امریکا د رسنیو راپور تبلیغات وبلل او ویې ویل داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې هیڅ ځای نلري او که چیرې کوم حرکت وکړي نو د طالبانو لخوا به وځپل شي .

مخکې د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړی و د افغانستان ځینو روزل شویو پوځیانو  چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي له داعش ډلې سره د یوځاې کیدا لپاره نومونه لیکلي دي .

نوموړی راپور د افغانستان د ملي امنیت ادارې یعني د استخباراتو ځینو پخوانیو غړیو او د امریکا لخوا روزل شویو او تجربه لرونکو پوځي یونټونو ته اشاره کوي چې همدا اوس د امریکا د ملاتړو لخوا خوشي شوي دي او طالبان یې په لټون پسې دي.