په کابل کې د امن جام فوټبال سیالۍ پیلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107852-په_کابل_کې_د_امن_جام_فوټبال_سیالۍ_پیلېږي
ټاکل شوې چې سبا په کابل کې د فوټبال امن جام تر نامه لاندې فوټبال سیالۍ د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې پیل شي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 04, 2021 10:18 Asia/Kabul
  • په کابل کې د امن جام فوټبال سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې چې سبا په کابل کې د فوټبال امن جام تر نامه لاندې فوټبال سیالۍ د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې پیل شي.

د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست د پنجشبنې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې دا خبره کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه جام کې به شاهین اسمایي، سیمرغ البرز، طوفان هریرود، میوند اتلان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.

دغه جام به تر لسو ورځو دوام وکړي.

د یادې لوبې نندارې لپاره له مینه‌‌والو د ورتګ غوښتنه شوې ده.