د طالبانو د تصفیې کمېشن ۲۰۰ کسان له خپلو صفونو ووېستل
د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د صفونو د تصفیې کمېشن د فعاليت له پيل وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۲۰۰ کسان د د طالبانو له صفونو څخه ایستل شوي او څېړنې ترې روانې دي.
د چارو شنونکي بيا وايي، د افغانستان روان وضعيت ته په کتو د تصفيې کمېشن فعاليتونه مثبتې پايلې لرلې شي او بايد پهدې برخه کې جدي کار وکړي.
د طالبانود موقته حکومت چارواکي وايي، د تصفیې کمېشن لخوا شاوخوا ۲۰۰ کسان چې دهغوي د حکومت له نوم څخه یې ناوړه ګټه پورته کوله د هغوي له صفونو څخه اېستل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي وويل، ياد کسان تر څېړنو لاندې دي او د تصفیې کمېشن په منظمه ډول خپل کار ته دوام ورکوي او تر اوسه یې ډېر کار کړے دے.
نوموړي زياته کړه، د تصفیې کمېشن د فعاليتونو له پيلېدو وروسته ورځ تر بلې په ښارونو کې نظم د رامنځته کېدو په حال کې دے.
بلخوا يو شمېر هېوادوالو هم د طالب چارواکو د دې اقدام هرکلی کړے.
دوی وايي، طالب چارواکي بايد ټول هغه کسان له خپلو صفونو وباسي چې په فساد کې ښکيل وي او د خلقو امنيت او ښاري نظم ګډوډي.
د هغوي په خبره، په دې وروستيو کې د طالبانو له حکومت له نوم څخه په استفادې ډېره ناوړه ګټه پورته شوه او دا کمېسيون بايد خپل کارونه نور هم چټک کړي.
بلخوا د چارو يو شمېر شنونکي بيا پهدې باور دي چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو که چرې د طالبانو صفونه تصفيه نهشي، نو ډېرې ستونزې به جوړې کړي.
د پوځي چارو شنونکي حیګل سلېمانخېل بيا وويل، د صفوفو د تصفیې په تړاو د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات ګټورې پايلې لرلی شي او له دې سره به د ناوړه ګټه اخیستنو مخنیوی وشي.
د سلېمانخېل په خبره، د صفوفو له تصفیې سره په ښارونو کې امنيت او نظم تامينېدې شي.
د نړيوالو رسنيو د راپورنو لهمخې، د طالبانو مشر ملا هېبتالله هم له خپلو قوماندانو غوښتي چې خپل صفونه له ناهلو کسانو پاک کړي.