د افغانستان په هکله بله نړیواله غونډه ترسره شوه
Nov 07, 2021 04:01 Asia/Kabul
د افغانستان د نوي حالت په هکله دغه نړیواله غونډه د قرقیزستان په بیشکک ښار کښې وشوه.
د افغانستان د نوي حالت په هکله د نړیوالې غونډې ګډونوالو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د یوې دائمي اطلاعاتي اډې د جوړیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان د نوي حالت په هکله دغه نړیواله غونډه د قرقیزستان په بیشکک ښار کښې وشوه.
په دغې غونډې کښې د جرمني، فرانسې، روسیې، ازبکستان، قزاقستان، ایران، هندوستان او ترکیې هیوادونو کارپوهانو د افغانستان له جیوپالیټک بدلونونو وروسته د مرکزي آسیا د هیوادونو حالت وڅیړه.
ګډونوالو په پاییزې خبرپاڼې کښې له افغانستانه د مرکزي آسیا هیوادونو ته د پوځي او سیاسي شخړو او ترهګرو فعالیتونو د خوریدو د مخنیوي په موخه د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا په ضرورت باندې ټنیګار وکړ.
ټیګونه