د پاکستان سفیر او ګلبدین حکمتیار یوبل سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i107964-د_پاکستان_سفیر_او_ګلبدین_حکمتیار_یوبل_سره_خبرې_وکړې
تسنیم خبري اژانس وايي په کابل کښې د پاکستان سفیر او د افغانستان د حزب اسلامي مشر له یوبل سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د ټولشموله حکومت دجوړولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2021 06:53 Asia/Kabul
  • د پاکستان سفیر او ګلبدین حکمتیار یوبل سره خبرې وکړې

تسنیم خبري اژانس وايي په کابل کښې د پاکستان سفیر او د افغانستان د حزب اسلامي مشر له یوبل سره په کتنې کښې په دغه هیواد کښې د ټولشموله حکومت دجوړولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .

په افغانستان کښې د پاکستان سفارت وویل په کابل کښې د اسلام اباد سفیر منصور احمد خان او د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له یوبل سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخولو او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو له لارې په افغانستان کښې د سولې ، ثبات او د پرمختګ د زیاتولو لپاره د هڅو په باره کښې خبرې وکړې .

د پاکستان سفیر منصور احمد خان څو ورځې مخکې هم ویلي وو چې له ګلبدین حکمتیار سره یې د دواړو هیوادونو د ورورګلویزو اړیکو او په افغانستان کښې د پایداره سولې په هکله خبرې کړي دي .

دغه کتنه په داسې حال کښې ده چې همدا اوس طالبان په افغانستان کښې واک په لاس کښې لري او په هیواد کښې یې موقته حکومت جوړ کړی دی .

طالبانو ډلې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه کړي ده خو تراوسه یې دغه کار نه دی ترسره کړی .