افغانستان له ایرانه د تیلو او تیلي موادو واردات پیلیوي
Nov 10, 2021 12:37 Asia/Kabul
افغانستان راتلونکې اونۍ د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د تیلو او تیلي موادو واردات دوباره پیلوي
افغانستان راتلونکې اونۍ د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د تیلو او تیلي موادو واردات دوباره پیلوي
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن وویل چې دغه هیواد له راتلونکې خالي ورځې نه له ایران څخه د تیلو او تیلي موادو واردات یوځل بیا شروع کوي چې ورسره به په افغانستان کښې د تیلي موادو بیې کمې شي.
د افغانستان د پانګونې او د سوداګرۍ خونې مشر توکل احمدیار څه موده مخکښې د ایران له اسلامي جمهوریته د تیلو اخیستو ته د افغانستان د چمتووالي خبر ورکړی و.
یاده دې وي چې په افغانستان کښې د تیلي موادو قیمتونه له تیرو دوو میاشتو نه ډیر زیات شوي دي.
ټیګونه