په افغانستان کښې باید زر ټول شموله حکومت جوړ شي
شفقنا خبري اژانس وايي د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت مشرانو او سلاکارانو په هندوستان کښې د سیمې د امنیت په هکله غونډې کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پرضرورت ټینګار وکړ .
د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت مشرانو او سلاکارانو پرون په هندوستان کښې د غونډې په پاییزې بیانیې کښې وویل پراخ بنسټه حکومت باید د افغانستان د ټولو خلکو په ارادې او غوښتنې سره وي .
د سیمې د امنیت د خبرو اترو دریمه (۳) غونډه پرون سهار د ایران د هندوستان د روسیې د تاجیکستان د ترکمنستان د قیرغیزستان او د قزاقستان د ملي امنیت د مشرانو او سلاکارانو په ګډون سره د سیمې په تیره بیا د افغانستان د وروستیو امنیتي بدلونونو په هکله د سلامشورې لپاره د هندوستان په مشرۍ په پلازمینې نوي ډیلي کښې وشوه .
د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت مشرانو او سلاکارانو په دغه غونډې کښې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو ټینګار وکړ او په دغه هیواد کښې یې د خارجي هیوادونو له لاسوهنې سره مخالفت وکړ .
د نوي ډیلي په غونډې کښې ګډون کونکو هیوادونو وویل د افغانستان خاوره باید د هیڅ ډول ترهګرو اقداماتو د پلانونې او د روزنې لپاره استعمال نشي .
د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو او مشرانو په دغه غونډې کښې دغه راز په سیمه کښې د نشه ییزو موادو له قاچاق او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په ډله ییزې ملګرتیا ټینګار وکړ .
چین او پاکستان د هندوستان په غونډې کښې ګډون ونکړ او طالبان دغه غونډې ته نه وو وربلل شوي .