په افغانستان کښې نوی پوځ جوړیږي
Nov 11, 2021 01:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د پوځ لوی درستیز د نوي پوځ د جوړولوخبر ورکړ .
د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین پرون وویل د افغانستان د نوي پوځ د جوړولو اتیا (۸۰) فیصده کار پاې ته رسیدلی دی او زیاته یې کړه تراوسه په دغه نوي پوځ کښې یولک پنځوس زره(۱۵۰۰۰۰) کسان جذب شوي دي .
هغه دغه راز په افغانستان کښې د خپلواکه پوځ په لرلو ټینګار وکړ .
ټیګونه