کابل کښې ترهګره چاودنه شوې
راپورونه وايي تیر ماښام د کابل په لويديځ کې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
په لومړنيو راپورونو کې راغلي، چې دا چاودنه د دشت برچي سیمې په قلعه مهتاب کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي، چې چاودنه په یو ټونس موټر شوې، خو دا نه ده معلومه، چې هدف یې څوک و خو طالب چارواکو ویلي چې له امله یې یو تن مړ او دوه زخمي شوي دي.
د کابل په لويديځ کې تر ډېره هزاره او اهل تشيع افغانستانیان اوسيږي.
په وروستيو کې داعش ډلې د هزاره او اهل تشيع هېوادوالو د هدف ګرځولو پېښو مسووليت پر غاړه اخيستی.
د دې چاودنې په اړه تر اوسه چارواکو څه نه دي ويلي.
طالبانو په افغانستان باندې له واکمنیدو سره، ادعا لرله چې جګړه په بشپړ ډول ختمه شوې او امنیت تامین شوی.
خو له ورته پېښو سره خلک نیوکه کوي چې طالبانو په امنيت ساتلو کې هم ځان ثابت نه کړای شو.