طالبانو د ښځو زيارت ته د تلو لپاره نوي محدوديتونه اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108306-طالبانو_د_ښځو_زيارت_ته_د_تلو_لپاره_نوي_محدوديتونه_اعلان_کړل
د طالبانو د حکم له مخې ښځې يوازې د ګل او شورو په ورځو کښې په مزار شريف کښې له حضرت امام علي (ع) سره منسوبې روضې زيارت ته تلې شي او د هفتې نورې ورځې زيارت ته د تلو اجازه نه لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2021 12:16 Asia/Kabul
  • طالبانو د ښځو زيارت ته د تلو لپاره نوي محدوديتونه اعلان کړل

د طالبانو د حکم له مخې ښځې يوازې د ګل او شورو په ورځو کښې په مزار شريف کښې له حضرت امام علي (ع) سره منسوبې روضې زيارت ته تلې شي او د هفتې نورې ورځې زيارت ته د تلو اجازه نه لري.

د افغان آوا د رپوټ له مخې په مزار شريف ښار کښې شاهدانو وويل، د طالب ډلې د وروستي حکم له مخې ښځې د خپلو خاوندانو او نزدې خپلوانو سره يو ځاے هم د ګل او شورو له ورځو نه بغېر روضې شريف ته د ورتلو اجازه نه لري.

د هغوي د وېنا له مخې د افغان مېرمنو په خلاف د طالبانو محدوديتونه او بنديزونه ورځ په ورځ د زياتېدو په حال کښې دي او هغوي د طالبانو لخوا د لا زياتېدو محدوديتونو رامنځته کېدو ته اندېښمنې دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په افغانستان باندې طالب ډلې له تسلط نه وروسته ښځې او سړي يوځاے زيارتي ځايونو ته نه شي ورتللې، په همدې وجه ښځې له غرمې مخکې او سړي له غرمې وروسته په مزار شريف کښې له حضرت امام علي (ع) سره منسوبې درګاه ته ځي.