هندوستان، افغانستان ته د بشري مرستو استولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108522-هندوستان_افغانستان_ته_د_بشري_مرستو_استولو_ته_تیار_دی
صدای افغان خبري اژانس (اوا) راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د هندوستان استازي افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د نوي ډیلي چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2021 00:52 Asia/Kabul
  • هندوستان، افغانستان ته د بشري مرستو استولو ته تیار دی

صدای افغان خبري اژانس (اوا) راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د هندوستان استازي افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د نوي ډیلي چمتووالی اعلان کړ .

په ملګروملتونو کښې د هندوستان استازي تیرامورتي د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې خوراکي شیانو ته د دغه هیواد د نیمايي  خلکو ضرورت ته په اشارې سره وویل مونږ چمتو یوو چې د خوراکي توکو او د درملو په شمول بشري دوستانه مرستې زر افغانستان ته واستوو .

د هندوستان دغه چارواکي په افغانستان کښې د بشري کړکیچ د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هراړخیزه مرستې غوښتنه وکړه .

د هندوستان د دغه چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې نوی ډیلی کابو لس (۱۰) ورځې مخکې د افغانستان په هکله د سیمې د اوو (۷) هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو او د سیکرټرانو د غونډې کوربه و .

د نوي ډیلي په غونډه کښې د یوه (۱)پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا چې د افغانستان د ټولو قومونو غوښتنه ده پرضرورت ټینګار وشو .

د سیمې هیوادونه په داسې حال کښې په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت په جوړیدا ټینګار لري چې د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی .

د دنیا د هیوادونو لخوا په نړیواله سویه د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو یو(۱) شرط دا دی چې دغه ډله  باید په افغانستان کښې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي .