د افغانستان کډوالو ته واکسین وهل د ایران لپاره ستره بریا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108942-د_افغانستان_کډوالو_ته_واکسین_وهل_د_ایران_لپاره_ستره_بریا_ده
ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د روغتیا د نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او (WHO) استازي جعفر حسین ټینګار وکړ په ایران کښې د افغانستان څلور (۴) میلیونه مهاجرین د هغوې له ملیت او د هستوګنې له حالت چې ورتیر شو د کورونا پرضد د واکسیناسیون خدمات ترلاسه کوي او دا د ایران لپاره ستره بریا ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان کډوالو ته واکسین وهل د ایران لپاره ستره بریا ده

ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د روغتیا د نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او (WHO) استازي جعفر حسین ټینګار وکړ په ایران کښې د افغانستان څلور (۴) میلیونه مهاجرین د هغوې له ملیت او د هستوګنې له حالت چې ورتیر شو د کورونا پرضد د واکسیناسیون خدمات ترلاسه کوي او دا د ایران لپاره ستره بریا ده .

هغه نن د ایران د طبي علومو د پوهنتون د رازي د غونډو د ترسره کیدا په هال کښې د خدمت د توفیق د سل (۱۰۰)ورځې او د سلامتیا په پچکارۍ کښې د سل (۱۰۰)میلیون په نوم ملي غونډې کښې وویل د هغو کډوالو لپاره چې په ایران کښې وسیږي د کورونا پرضد د واکسین برابرول د ایران د حکومت ستر کار دی .

جعفر حسین وویل د روغتیا نړیواله موسسه د ایران د روغتیا وزارت په ملګرتیا سره د سینوفارم  د اسټرازنکا او د برکت واکسینونونو د اغیزشیندنې په هکله مطالعه ترسره کوي چې د دغو واکسینونو د اغیزشیندنې اندازه معلومه کړي .