د طالبانو له لیکو څه دپاسه زر وګړي ویستل شوي دي
د طالبانو له لیکو د ویستل شوو کسانو تورونه له داعشي ترهه ګرې ډلې سره ملګرتیا او دغه راز د خلکو کړول بلل شوی دي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ، د طالبانو دلیکو دتصفیه وي کمیشن مشر لطیف ا.... حکیمي پرون ناوخته په یو لړ څرګندونو کې ووئیل ، د طالبانو له لیکو خلاف ورزي کونکي او د خلکو کړؤنکي یوزر سل کسان ویستل شوي چې په دوی کې هیڅ یو والی او قوماندان نشته .
د هغه په وینا ، د کابل له نسکوریدا وروسته ناغیړي کسان دطالبانو لیکو ته وارد شول اود طالبانو له اصولو د هغوی د سرغړونې او خلاف ورزیو له امله د افغانستان ډير خلک خپه او کړول شوي وو.
هغه په عین حال کې د ویستل شوو کسانو تورونه له داعشي ترهه ګرې ډلې سره ملګرتیا او دغه راز د خلکو کړول بللي دي .
د طالبانو دموقته حکومت د لیکو د تصفیه وي کمیشن له دې مخکې هم اعلان کړی ؤ چې دطالبانو له لیکو ئې شپږ سوه پنځه شپیته خلاف ورزي کونکي وګړي ویستلي دي .