انډونیشیا په کابل کې خپل تړلی سفارت بیرته پرانیزي
یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.
د انډونیشیا د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام عبدالقدیر جیلاني ویلي، چې دوی له طالبانو سره رغونکی تعامل کوي، خو تراوسه یې د دوی د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو په اړه پریکړه نه ده کړې.
له افغانستان سره بشري مرستې، د ښځو لاسنیوی او د دوی په ګډون نورو افغان محصلانو ته د تعلیمي بورسونو ورکول د اندونیزیایي سفارت د پرانیستل کیدو موخې ګڼل شوي.
اندونیزیا په ورته وخت کې بیا ټینګار کړی، چې طالبان دې یو ټول شموله حکومت رامنځته، د ښځو حقونه تامین او له ترهګرۍ سره مبارزه تضمین کړي.
دغه هېواد یاد شوي موارد د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره عمده شرطونه ګڼلي دي.
د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرسته او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې به د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ځانګړې غونډه کې زر اعلان کړي.
طالبانو د اندونیزیا دغې اعلامیې ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ملګرو ملتونو په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ یو ځل بیا رسماً د پرځول شوي نظام استازي غلام محمد اسحاقزي ته تصویب کړه.
دغه سازمان تېره اونۍ په یاد شوي سازمان کې د طالبانو د استازي منل رسماً رد کړل.
یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.
د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.