افغانستان کښې د میرمنو د رول په هکله عملي غونډه کیږي
مهر خبري اژانس وايي د اهل بیت علیه السلام د نړیوال پوهنتون د ښځینه ډلې په ملګرتیا سره په افغانستان کښې د میرمنو د رول د تاریخي غور علمي غونډه ترسره کیږي .
په افغانستان کښې د میرمنو په حالت د غور دغه علمي غونډه په افغانستان کښې د ښځو د رول د تاریخي غور په موضوع سره د اهل بیت علیه السلام د نړیوال پوهنتون د ښځینه ډلې په زیار نن ترسره کیږي .
په دغه غونډې کښې به د افغانستان د هرات د پوهنتون استاده میرمن ډاکټر نفیسه حفیظي خپله وینا وکړي .
دغه غونډه د ویډیو له لارې ترسره کیږي او مینه وال او څيړاند پکښې ګډون کولای شي .
د اهل بیت علیه السلام د نړیوال پوهنتون ښځینه ډله هڅه کوي د یوشمیر علمي غونډو په ترسره کولو او له تجربه لرونکو کارپيژاندو په ګټه پورته کولو سره په اسلامي هیوادونو کښې په ټولنو کښې د ښځو په لور غور وکړی .