یوه ډله افغانستانيان له هندوستانه ستانه شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109556-یوه_ډله_افغانستانيان_له_هندوستانه_ستانه_شول
هغه لسګونه تنه افغانستاني ښاریز چې د خپل هیواد د سیاسي بدلونونو په وجه نه وو توانیدلي چې له هندوستانه خپل هیواد ته ستانه شي، پرون کابل ته ورسیدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 04:12 Asia/Kabul
  • یوه ډله افغانستانيان له هندوستانه ستانه شول

هغه لسګونه تنه افغانستاني ښاریز چې د خپل هیواد د سیاسي بدلونونو په وجه نه وو توانیدلي چې له هندوستانه خپل هیواد ته ستانه شي، پرون کابل ته ورسیدل.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل: هغه ۸۵ تنه افغانستاني ښاریز چې په افغانستان کښې د حکومت له بدلیدو وروسته په هند کښې ګیر شوي وو، په یوې ځانګړې اولوتنې کښې کابل  ته لاړل .

په عین حال کښې په نوي ډیلي کښې د افغانستان سفارتخ وویل: د څلورو میاشتو له وقفې او ځنډ وروسته د هند او افغانستان ترمینځ نیغ په نیغه الوتنه ترسره شوه.

دغې سفارتخانې زیاته کړه: د کام ایر شرکت له خوا په دغې ځانګړې الوتنې کښې سل تنه هندوان او سکان له کابله نوي ډیري ته او لسګونه تنه پاتې شوي افغانستاني مسافر له نوي ډیلي څخه کابل ته منتقل کړل.