طالبانو د محاکمو لپاره نوي قاضیان ګومارلي
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې په کابل او ولایتونو کې د یو شمیر محاکمو لپاره نژدې ۷۰ تنه قاضیان په دندو ګومارلي.
د افغانستان په قضايي قوه کې په دندو نوي ګومارل شوي، ټول مولویان او مفتیان دي.
دوی کې ان یو هم روزل شوی قاضي نه دى چې پوهنتوني زده کړې ولري خو طالبان وایي چې دا کسان ټول روزل شوي کدرونه دي.
له اعلان شوي نوملړه داسې ښکاري چې نوي ګومارل شوي قاضیان هم د تېرو ګومارنو په څیر ټول د طالبانو د غورځنګ غړي دي.
ګومارل شویو کسانو کې د ښاري او استناف محکمو رئیسان یاد شوي دي.
دې کې ډېری کسان هغه دي چې د جګړې له مهاله د طالبانو د قضايي کمېسیون غړي وو.
اعتراض کوونکي وايي، دې کې هېڅ یو داسې مسلکي قاضي نه شته چې له شرعیاتو پوهنځي فارغ وي او یا یې د افغانستان له دولتي دارالافتا سند تر لاسه کړی وي.
د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق بیا وايي، ګومارل شوي کسان مسلکي دي
''تخصص یې کړی دی، متخصصین دي، د افتا کورسونه یې ویلي دي، کله چې دوی له علمي دورې فارغېږي، له هغه وروسته د دوو کلونو لپاره د قضا او افتا په برخه کې تخصص کوي، چې ټول مسایل او د همدې قضا او افتا اړوند وي. ''
ښاغلي وثیق وویل، په ټیټو څوکیو او اداري برخو کې د افغانستان د پخوانۍ قضایې اډانې غړي هم کار کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له څلور(4) میاشتو پوره کېدو سره تر اوسه د نورو ادارو په څېر قضا اداره هم تر ډېره حده تشه او چارې یې ټکنۍ وې.
د چارو څارونکي وايي له دغو ګومارنو داسې برېښي چې پخواني مسلکي قاضیان او قاضیانې په کور کینول کېږي.