افغانستان د انساني حالت له نظره د نړۍ ترټولو بد هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109806-افغانستان_د_انساني_حالت_له_نظره_د_نړۍ_ترټولو_بد_هیواد_دی
IRC ویلي دي: د افغانستان روان حالات د دغه هیواد د خلکو لپاره ډیر بد شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2021 04:14 Asia/Kabul
  • افغانستان د انساني حالت له نظره د نړۍ ترټولو بد هیواد دی

IRC ویلي دي: د افغانستان روان حالات د دغه هیواد د خلکو لپاره ډیر بد شوي دي

د ژغورنې نړیوالې کمیټې IRC افغانستان د بشري وضعیت له اړخه د نړۍ د ډیر بد هیواد په توګه بللی دی

IRC ویلي دي: د افغانستان روان حالات د دغه هیواد د خلکو لپاره ډیر بد شوي دي.

د نجات او ژغورنې د نړیوالې کمیټې په رپورټ کښې راغلي دي، د افغانستان خلک له اقتصادي، خوراکي او صِحي نظره په بدو حالاتو کښې راګیر دي.

ځینو نورو نړیوالو او د بشري حقوقو سازمانونو هم په افغانستان کښې د بدو انساني حالاتو په هکله خبردرای ورکړی دی.

داشان چې د بې پولې رپورټرانو د سازمان د کلیز رپورټ له مخې، میکسیکو او افغانستان په ۲۰۲۱ کال کښې د خبریالانو د وژل کیدو د اوو او شپږو مواردو په ثتبیدو سره لاهم د خبریالانو لپاره ډیر خطرناک هیوادونه دي.

په دغه رپورټ کښې هندوستان په دریم نمبر دی.

له بلې خوا د ماشومانو د ژغورنې بسپنې پرون ویلي چې د دغه ارګان څیړنې ښودنه کوي په افغانستان کښې د هغو ماشومانو شمیر چې پوره خواړه نه لري، له درې میلیون ماشومانو اوښتی دی.

د افغانستان دا حالت په داسې حال کښې دی چې امریکې او ځینو نورو لویدیځو هیوادونو د افغانستان څه باندې ۹ میلیارډه ډالر نیولي دي چې وسره د افغانستان اقتصادي حالت لا خراب شوی دی.