د افغانستان په ختیځ ولایت کوڼړ باندې د پاکستان توغندوی برید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109824-د_افغانستان_په_ختیځ_ولایت_کوڼړ_باندې_د_پاکستان_توغندوی_برید
تیره ورځ د پاکستان فوځ د افغانستان په سرحدي ولایت کوڼر باندې توغندوي بریدونه کړي چي د نا تائید شویو راپورونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان یو مشر په کښې وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2021 10:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځ ولایت کوڼړ باندې د پاکستان توغندوی برید

تیره ورځ د پاکستان فوځ د افغانستان په سرحدي ولایت کوڼر باندې توغندوي بریدونه کړي چي د نا تائید شویو راپورونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان یو مشر په کښې وژل شوی دی.

د مسیر د ورځپاڼې له راپور سره سم، په ورته مهال پر ټولنیزو رسنیو داسې ګنګوسې وې چې ګواکې د کونړ ولایت شلطن ولسوالۍ کې ډرون برید شوی او د پاکستاني طالبانو یو مشر پکې په نښه شوی.‌

 خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې د ډرون برید راپورونه ناسم دي،‌ البته سیمه کې د پاکستان لخوا توغندیز بریدونه شوي‌ دي.‌

کریمي په دې اړه څه ونه ویل چې په دې برید کې کې څوک په نښه شوي، خو زیاته یې کړه چې توغندي‌ په غرونو کې لګېدلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې پاکستان غواړي خپلې پوستې رامخکې کړي او په دې توګه پر کونړ سیند لا زیات کنټرول ترلاسه کړي.