د افغانستان مخکني ولسمشر:
ټول ګډونه حکومت د نه رسمیت پېژندنې پلمې ختموي
حامد کرزي له اسوشیټېډ پرېس ته وویل چي طالبان په زور کابل نه دی نیولي خو یوازې د ټول شموله حکومت په جوړېدو سره به د نه رسمیت پېژندني پلمې ختمي شي.
د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وویل: د پخوانی ولسمشر اشرف غني او د هغه د ټوله نظامي او مسلکي چارواکو تر ناڅاپه وتلو وروسته، په کابل کې د تاوتریخوالو څخه د مخنیوی په موخه له طالبانو وغوښتل چي کابل ته دننه شي او د خلګو امنیت خوندي کړي.
هغه زیاته کړه: پلان دا و چې طالبان به د سیاسي جوړجاړي پر اساس کابل ته رادننه شي خو تر جوړ جاړی مخکې اشرف غني او د هغه مسئولین له هېواده وتلي وو.
کرزی وویل: « موږ او طالبان باید د افغانستان خلګو ته هرکار چې اړتیا وي، ويې کړو. ټول خلک باید تر یو چتر لاندې راټول کړای شي. داسې حکومت باید جوړ شي چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل استازي وګوري.»
د افغانستان مخکنی ولسمشر زیاته کړه: مېرمنې باید بېرته کارونو او نجونې د زده کړو مراکزو ته ستنې شي، هرکار چې د افغانستان د خلکو لپاره ښه دی، باید ترسره یې کړو او کله مو چې دغه کار وکړ، هېڅ دلیل به موجود نه وي چې نړیواله ټولنه موږ په رسمیت ونه پېژني.
هغه همدارنګه ویلي چې اوس طالبان پر افغانستان واکمن دي، نو نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې تعامل ورسره وکړي او د بشري ناورین مخه ونیسي.
کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو هم په وار-وار له نړیوالو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني.