په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره نوی استازی وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109830-په_ملګرو_ملتونو_کې_د_افغانستان_لپاره_نوی_استازی_وټاکل_شو
د افغانستان د استازولۍ په رسمي ټویټر پاڼه کې راغلي چې نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د چارو د پر مخ بیولو مسؤلیت په غاړه اخیستی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2021 10:25 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره نوی استازی وټاکل شو

د افغانستان د استازولۍ په رسمي ټویټر پاڼه کې راغلي چې نصیر احمد فایق د شارژدافیر په توګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د چارو د پر مخ بیولو مسؤلیت په غاړه اخیستی.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره نوی استازی په داسي حال کې ټاکل شوې چي د ملګرو ملتونو د ادارې د اعتباراتو کمیټې د طالبانو نوماند سهیل شاهین ته د افغانستان د کرسۍ له ورکړي سره مخالفت کړې دی.

فایق ویلي د افغانستان سخت بشري وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له ټولو غړو سره له نږدې کار کوي څو ډاډ حاصله کړي چې د افغان ښځو او نجونو په شمول د ټولو اساسي حقونه تأمین شي او د ژمي په سړه هوا کې اړمنو افغانانو ته د مرستو جلب او انسجام هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.

مخکې د دې استازولۍ مشري غلام محمد اسحق‌زي کوله چې څو ورځې وړاندې یې د کار د دوام تأیید هم وشو.