په کابل کې په یوه چاودنه کې څلورکسان ژوبل شول
راپور زیاتوی چی د مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
په کابل ښار کې د عبدالرحمن جومات پر خطيب او مشهور ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد چاودنه شوې ده.
راپور زیاتوی چی د مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
ځينو نورو خبري سرچينو په چاودنه کې د دريو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی.
ويل شوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار په پروان سه سیمه کې شوې ده.
د چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
مولوي عبدالسلام عابد د ډاکټر عمر زاخېلوال په مشرۍ د افغانستان د نجات حرکت له مخکښو غړو څخه دی.
دغه سياسي حرکت له محدودو سیاسي ادرسونو څخه دی، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د هغوی ملاتړ کوي او نږدې اړيکې ورسره لري.
طالبانو د دغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو ګومان کېږي چې د چاودنې مسوولیت به داعش ډله پر غاړه واخلي.