په کابل کښې د پاسپورټونو د ورکړې بهیر بېرته پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109870-په_کابل_کښې_د_پاسپورټونو_د_ورکړې_بهیر_بېرته_پیلیږي
د افغانستان د پاسپورټ د ریاست سرپرست علم ګل حقاني وايي، په کابل کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر سبا یکشنبه بېرته پيل شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د پاسپورټونو د ورکړې بهیر بېرته پیلیږي

د افغانستان د پاسپورټ د ریاست سرپرست علم ګل حقاني وايي، په کابل کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر سبا یکشنبه بېرته پيل شي

د افغانستان د پاسپورټ د ریاست سرپرست علم ګل حقاني وايي، په کابل کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر سبا یکشنبه بېرته پيل شي.

حقاني نن په کابل کښې یوې خبري غونډې ته وویل چې په کابل کښې د پاسپورټ د وېش بهیر له پیلېدو سره به د پاسپورت د وېش ظرفیت د ورځې ۷ زرو ته ورسېږي. حقاني زیاته کړه چې د پنجشنبې په ورځ یوازې د طالبانو حکومتي غړو او ځواکونو ته پاسپورټونه ویشل کیږي. هغه زياته کړه، چې د پاسپورټونو له وېش څخه تر اوسه شاوخوا ٦٠٠ ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته لېږدول شوې دي.

ده ټینګار وکړ چې د پاسپورټ غوښتونکي چې د ولایت هویت کارت لري باید د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره خپلو ولایتونو ته ولاړ شي.

د علم ګل حقاني په خبره د آنلاين ډول فورمې بدلې شوې او زاړه پاسپورټونه به نه صادرېږي. حقاني له روغتیايي چارواکو وغوښتل چې هیچا ته د سپارښتنې لیکونه ورنکړي، او له خلکو یې وغوښتل چې کمېشن کارانو ته پیسې ورنکړي.