طالبانو له افغانستان سره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109892-طالبانو_له_افغانستان_سره_د_نړیوالې_مرستې_غوښتنه_وکړه
د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کښې وویل: نړۍ دې له طالبانو سره د حکومت د تعامل لپاره خپل چمتووالی وښايي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 04:20 Asia/Kabul
  • طالبانو له افغانستان سره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کښې وویل: نړۍ دې له طالبانو سره د حکومت د تعامل لپاره خپل چمتووالی وښايي.

سراج الدین حقاني پرون د میرمن ډِبورا لاینز په کتنه کښې وویل: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د هیڅ کوم هیواد لپاره ګواښ او خطر نه دی او نړیواله ټولنه دې ورسره تعامل وکړي.

حقاني په دغه ملاقات کښې د افغانستان او سیمې د ثبات په ټینګښت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: کابل د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

په دغې کتنې کښې میرمن ډبورا لاینز هم وویل چې ملګري ملتونه د افغانستان د کړکیچ په هوارولو ژمن دي او په افغانستان کښې د ښوونې او روزنې په برخه کښې مرسته کوي او د کرهڼیزو برخو د پیلولو لپاره هلې ځلې کوي.

هغې هم داشان له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۲۸۰ میلیون ډالرو د نغدې مرستې قدرونه وکړه او ویې ویل چې دغه مرستې به دوام وکړي.