په پاکستان کې د اسلامی ملګرتیا سازمان غونډه پیل شوه
د دغې کانفرنس پرانستونکی غونډه د اسلامی ملګرتیا سازمان د عمومی منشی شاه محمودقریشي په وینا سره پیل شوه .
د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم د افغانستان د اوسنیو بدلونونو د جاج په هدف د اسلامی ملګرتیا سازمان د استازیو ۱۷ بیړنۍ غونډه د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې پیل شوه .
دغه بیړنۍ غونډه د پاکستان په کوربتوب د دغه هیواد په پارلیمان کې پیل شوی او په د غه غونډه کې د ۵۷ اسلامی هیوادونو استازي او نړیوالو اورګانونو استازي شتون لري .
د دغې کانفرنس پرانستونکی غونډه د اسلامی ملګرتیا سازمان د عمومی منشی شاه محمودقریشي په وینا سره پیل شوه .
د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په دغه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسیدلې دې .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بدلونونو د ایران د اسلامي جمهوریت اندیښنو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اصلي حل لاره د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون سره د یو ټول شمول حکومت جوړیدل دي .
شاه محمود قریشي نن د غونډې له پیلیدا مخکې د اسلامی ایران له خارجه زویر او وروسره ملګري پلاوی د پارلیمان په هال کې هرکلې وکړ .