د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته استازی وټاکه
Dec 20, 2021 12:37 Asia/Kabul
د دې سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه ویلي چې طارق علي بخیت یې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د اسلامي همکاریو د سازمان مشر څرګنده کړې ده چې بخیت به افغانانو ته د بشري مرستو د همغږي کولو مسوولیت پر غاړه ولري او هڅه به وکړي چې دغه مرستې په مناسب وخت کې مستحقو خلکو ته ورسوي.
د اسلامي همکاریو سازمان دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې ده چې پرون یې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه یوه غونډه کړې او د یاد سازمان غړو هېوادونو له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی او له نورې نړۍ یې هم له دغه هېواد سره د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.
ټیګونه