افغان کډوال او ایراني ښاریز له توپیر پرته خدمات تر لاسه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109972-افغان_کډوال_او_ایراني_ښاریز_له_توپیر_پرته_خدمات_تر_لاسه_کوي
د عامه روغتیا او د درملنې په ډګر کې د ایران د اسلامي جمهوریت ښاریز او افغان کډوال پرته له توپیره یو شان خدمات تر لاسه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2021 12:52 Asia/Kabul
  • افغان کډوال او ایراني ښاریز له توپیر پرته خدمات تر لاسه کوي

د عامه روغتیا او د درملنې په ډګر کې د ایران د اسلامي جمهوریت ښاریز او افغان کډوال پرته له توپیره یو شان خدمات تر لاسه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د عامه روغتیا وزیر په تهران کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لوړي کمیسری «فیلیپو ګراندي» سره په لیدنه کې وویل: په ایران کې د افغان کډوالو شمېر کابو څلور ملیون کسانو ته رسیږي، هڅه کوو چي دغو عزیزانو ته بشري خدمات وړاندې کړو.

هغه زیاته کړه: د بشري خدماتو تر څنګ هغوی ته د روغتیا او درملنې په زمینه کې هم د ایراني ښاریزو په څېر له کوم توپیر نه پرته خدمات وړاندي کیږي.

د ایران د عامه روغتیا وزیر ویلي: تل هڅه کوو افغان کډوالو ته د وړیا درملنې زمینه برابره کړو، په روغتونو او درملیزو مرکزونو کې په کرونا اخته افغان کډوال په وړیا توګه علاج شوي دي.