له افغانانو سره په عمل کښې د مرستو غوښتنه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109978-له_افغانانو_سره_په_عمل_کښې_د_مرستو_غوښتنه_وشوه
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په اسلام آباد کښې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان له غونډې وروسته پرون کابل ته ستون شو
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 21, 2021 01:25 Asia/Kabul
  • امیر خان متقی
    امیر خان متقی

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په اسلام آباد کښې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان له غونډې وروسته پرون کابل ته ستون شو

کلید خبري سایټ لیکلي دي، امیر خان متقي د کابل په هوایي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د دغه سازمان له غړو یې په عمل کې له افغانانو سره د بشري مرستو، د کنګل شوې شتمنۍ خوشي کېدو او د نورو ژمنو د پوره کېدو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د یاد سازمان غړو هېوادونو اندېښنه دا وه چې افغانستان باید یوازې پرې نه ښودل شي او له افغانانو سره بشري مرستې وشي.

ده هیله څرګنده کړه چې ډېر زر به یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

امیرخان متقی څرګندوي، د طالبانو حکومت د دغه سازمان له غړو څخه غوښتي وو چې له افغانانو سره د مرستو لپاره دې وجهي صندوق پرانیستل شي، کېدونکې مرستې دې د افغانستان د بانکونو له لارې ولېږدول شي، د هغوی استازي دې کابل ته راشي او خپل دفترونه او سفارتونه دې بیرته پرانیزي.

د ده په وینا، د دغو غوښتنو منل هغه لاسته راوړنې وې چې په یاد کنفرانس کې تر لاسه شوې.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه وړمه ورځ په اسلام آباد کښې وشوه چې د افغانستان د حکومتدارۍ په برخه کې پر ټولشمولیت او له افغانانو سره پر بیړنیو مرستو په کښې ټینګار وشو.