نامعلومو کسانو په کابل کښې یو خبریال زخمي کړ
Dec 21, 2021 04:23 Asia/Kabul
د افغانستان په پلازمینه کښې یو خبریال د نامعلومو کسانو له خوا زخمي شوی دی
د (افق) په نامه د خصوصي خبري آژانس خبریال جاوید یوسفي د کابل ښار په دشتِ برچي سیمه کښې په چاقو سره د نامعلومو کسانو په حمله کښې زخمي شوی دی.
د جاوید یوسفي یو ملګري وویل: هغه وخت چې جاوید یوسفي د ډوډۍ اخیستو لپاره روان وو، دریو کسانو پرې حمله وکړه.
د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت د دغې حملې په تاییدولو سره ویلي دي چې په یاد خبریال باندې دغه حمله غلو کړې ده. دا په داسې حال کښې دي چې د یوسفي همکارانو ویلي دي حمله کونکو د هغه شیان نه دي غلا کړي.
ټیګونه