افغانستان کښې څلویښت فیصده رسنۍ بندې شوې دي
Dec 22, 2021 04:04 Asia/Kabul
په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په دغه هیواد کښې له اوسط ډول له هرو لسو رسنیو څخه ۴ تړل شوې دي.
د بې سرحده خبریالانو ادارې د افغانستان په هکله یو رپورټ کښې ویلي دي چې په دغه هیواد کښې له هرو لسو رسنیزو ارګانونو څخه د څلورو فعالیت بند شوی او په کښې کارکونکي لسګونه کسان بې کاره شوي دي.
خبر زیاتوي چې په دې منځومان کښې د افغانستان په رسنیو کښې فعالو میرمنو ته ترټولو زیات تاوان رسیدلی دی.
د بې سرحده خبریالانو په رپورټ کښې هم داشان راغلي دي: د تیر کال په ژمي کښې په افغانستان کښې ۵ سوه ۴۳ رسندوي ارګانونو فعالیت کوه خو اوس یازې ۳ سوه او ۱۲ فعال پاتې دي.
طالبانو دغه رپورټ ته تراوسه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه