ملګرو ملتونو دداعش-خراسان ډلې مشرد بندیزونو لیسټ کې شامل کړ
ثنا ا...غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی چې د داعش-خراسان ډلې مشر ثنا ا... غفاري یې د هغو کسانو لېست ته شامل کړی چې د امنیت شورا لخوا پرې بندیزونه لګېدلي.
په دې لېست کې پر شامل کسانو عموماً د سفر بندیز لګېږي، شتمنۍ یې کنګل کېږي، د وسلو جوازنامه یا لایسنس یې لغوه کېږي او نه شي کولی چې وسله رانیسي یا یې وپلوري.
ثنا ا...غفاري، چې د شهاب المحاجر په نامه هم پېژندل کېږي، دا مهال د داعش خراسان ډلې عمومي امیر بلل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په خپله اعلامیه کې د نوموړي په اړه ځینې مالومات هم خپاره کړي دي.
د دې مالوماتو له مخې ثنا ا...غفاري په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې زېږېدلی دی، خو د اوسني ځای یا ادرس په اړه یې معلومات نشته.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.