د افغانستان د پاسپورت پر ریاست د برید پړه داعش ومنله
داعش ډلې په کابل کښې د پاسپورت پر ریاست د تېرې پنجشنبې ورځې د برید مسولیت منلی دی
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې داعش ډلې په دغه برید کې د مرګ ژوبلې په تړاو دومره ویلي چې په ترسره شوي برید کې ځینې کسان ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تېره پنجشنبه یو ځانمرګي بریدګر غوښتل په کابل کښې د پاسپورت ریاست ته د برید لپاره دننه شي، خو له ننوتلو وړاندې پېژندل شوی او د امنیت د ساتونکو له لورې وژل شوی دی.
له دغې پېښې وروسته پاسپورت ریاست په کابل کې د امنیتي ستونزو په وجه د درېیو ورځو لپاره رخصت اعلان شو.
که څه هم طالبان وایي، داعش ډله په افغانستان کې ستر ګواښ نه ده، خو بیا هم لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې په پلازمینې کابل او نورو ولایتونو کې د سترو بریدونو مسئولیت دې ډلې منلی دی.
نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه هم په افغانستان کې د داعش ډلې پر شتون اندېښمن دي.